ټولنه

په ننګرهار کې۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شیروم کلي کې د اوبو د یوې زېرمې په جوړولو سره ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې کړې.
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاده زېرمه د څه د پاسه ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام په آډانه کې جوړه شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې دره نور ولسوالۍ کې به سږکال ۷۸ نورې پروژې هم بشپړې شي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته