امنیت

د طالبانو د ډلې يو غړى په هرات کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۹ مه
د هرات ولايت د ګلران  ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ډلې د پوځي کميسيون رييس د هرات د ملي پوليسو د ځواکونو په کمين کې ټپي او ونيول شو.
دغه وسله وال طالب صدام نوميږي او د طالبانو د ډلې د يوه جګپوړي قوماندان ملا حيدر يو با اعتماد او کليدي غړى او د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د پوځي کميسيون رييس دى .
  د هرات يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ملا صدام د عملياتي قطعې د پوليسو په کمين کې د کهسان او غوريانو د ولسواليو ترمنځ د دشت چارسو په سيمه کې ټپي او ونيول شو .
  دغه وسله وال طالب څه دپاسه ۳۰ تنه امنيتي او سرحدي پوليسان په تېرو کلونو کې شهيدان کړي دي او په هرات ښار کې يې په زياترو ترور او وژنو کې لاس درلود .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته