ټولنه

په باميانوکې د ښځو په غښلتيا ټينګار وشو

کابل باختر دزمري  پنځلسمه :
په باميانوکې د ښځو د غښلتيا په خاطر د نظر غوښتنې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا مرستيالې ډاکترې حبيبي سرابي، د ملګرو ملتو سازمان د ښځو د برخې رييسې آغلې اليناميلر، د دولتي ادارو رييسانو، د مدني ټولنو او د ښځو د حقوقو فعالانو ګډون کړی و .
د باميانو والي محمد ظاهر زهير وويل: د باميانو د ښځو د غښلتيا لپاره بېلابېل  پروګرامونه د ااجرا کيدو په حال کې دي چې وکولاى شو د ښځو اقتصادي کچه د دوى په کاري ساحو کې لوړه کړو .
زهير وويل چې ښځې کولاى شي په دغه ولايت کې په بېلابېلو ټولنيزو، فرهنګي، اقتصادي، سياسي، ورزشي او هنري برخوکې فعاليت ولري.
آغلې الينا ميلر ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتو د سازمان اداره د باميانو د ښځو د ژوندانه د کيفيت د لوړولو په خاطر په بېلابېلو  برخو کې هلې ځلې کوي .
ده زياته کړه چې باميان يواځنى ولايت دى چې ښځې په بېلابېلو مهمو برخوکې فعاليت لري.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته