امنیت

په هرات کې د پوليسو د خاصې قطعې د تشکيل زياتوالى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٩ :
په هرات کې د پوليسو د خاصې قطعې مسوولينو په نږدې راتلوونکې کې ددغې قطعې د تشکيلاتو او تجهيزاتو د زياتوالي خبر ورکوي.
د پوليسو د خاصې قطعې قوماندان محمدناصر شجاع د ولايتي شورا له رئيس  او يوشمېرغړو سره په کتنه کې ددغې قطعې په تشکيل کې دبدلون او دځواکونو د زياتوالي خبر ورکړ او هيله يې څرګنده کړه چې په دغه بدلون سره به  دپوليسو ځواکونه پياوړي شي او دغه راز د خاصې قطعې د پوليسو په ليکو کې خدمت ته يوشمېر مينه والو ځوانانو ته د جلب او جذب زمينه هم برابره شي.
د ولايتي شورا رئيس د دغې ادارې د تشکيل د زياتوالي له امله خوښي څرګنده کړه او د پوليسو او خلکو په دوه اړخيزو همکاريو يې ټينګار وکړ او ويې ويل:  موږ د هېواد د امنيت د تامينولو په خاطر له امنيتي ځواکونو څخه مننه کوو.
د ولايتي شورا د رئيس د څرګندونوله مخې؛ امنيتي ځواکونه بايد له خلکو سره   ښه او دوستانه چلند ولري، په تېره بيا د پلټې په وخت کې  .
ده له خلکو هم وغوښتل چې د خپل دولت او له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د امنيتي چارو د ښه والي په لاره کې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته