امنیت

پنځه تنه ماشومان شهيدان شول.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢
پنځه تنه ماشومان په باميانو ولايت کې دهاوان دماين دچاودنې له امله ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون ناوخته دباميانو ښارته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې ماشومانو دهاوان له يوې سرګلولې سره لوبې کولې.
دباميانو ولايت يو امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل په دې چاودنه کې پنځه تنه ماشومان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې دهاوان دغه سرګلوله له پخوا وختونو څخه په سيمه کې پاتې وه.
دسيمې يو اوسيدونکي وويل ماشومانو دهاوان دغه سرګلوله يوبل ته غورځوله چې وچاوديده.
په همدې حال کې دباميانو په يو روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې دټپيانو حالت خراب بللى دى .
په افغانستان کې د ډله ييزو جګړو ماينونه او ناچاودلى توکى اوس هم قرباني اخلي.
دماين پاکولود ټيمونو له هلو ځلو سره سره اوس هم دافغانستان خلک د ماينونو او ناچاودلو مهماتو له شتون څخه زيان ګالى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته