ټولنه

په خوست ګمرک کې د لابراتوار د خونې چارې پيل شوې

متون باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۴ مه
د خوست ولایت د ګمرک په ریاست کې د ننه په (۱۴۳)مربع متره ځمکې په ساحه کې د څلورومېلیونواو شپږ پنځوسو زرو افغانیو په لګښت د لابراتوار لپاره دخونې د جوړیدو چارې پیل شوې.
د باختر اژانس د خبر له مخې، په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي خوښي وښوده چې په ګمرک ریاست کې دلابراتوار لپاره ځانګړي ودانۍ جوړيږي  ، د ده په وینا د لابراتوار د معیاري تاسیساتو او تجهیزاتو په مټ به وکولای شو چې د افغانستان مارکېټ ته د بې کیفیته توکو له وړاندې کولو مخه ونيسو.
حبیبي زياته کړه چې د ولایتي ادارې په غوښتنه او د مالیې وزارت د مشرتابه په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ هوکړه شوې چې ډېر ژر به د غلام خان لاره د پخوا په څېر پرانستله شي.
د ده په خبره د لارې د خلاصون لپاره دخوست ولایتي ادارې له لوري بشپړ تیاری نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته