امنیت

په پکتيا کې د ډاراچوونکو يوه پنځه کسيزه ډله ونيول شوه

کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٢ نيټه :
د ملي امنيت لوى رياست دپکتيا ولايت  په مربوطاتو کې د ډاراچوونکو ديوې شبکې دپنځو تنو غړو  دنيول کېدو خبر ورکړى دى.
د ملي امنيت لوى رياست  باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې په  لېږلو سره وويل چې، نيول شويو کسانو  د ډيورند له کرښې   اخوا  پوځي او تروريستي   زده کړې کړي  دي او وروسته د تروريستي  فعاليتونو دسازمان ورکولو  اوترسره کولو په  خاطر پکتيا ولايت ته استول شوي وو.
ويل کېږي له نيول شويو کسانو څخه  دوه کرولا  موټرونه او يوه اندازه وسله  او مهمات هم ترلاسه شوي دي.   پاى عطاالله ؛ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته