سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد پخواني جمهور رئیس جناب حامد کرزي او د سولې د عالي شورا رئیس پیرسید احمد ګیلاني ته د اختر مبارکي وویله

کابل باختر د چنګاښ  شپاړلسمه :

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ارګ په جامع جومات کې د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو او له بېلابېلو اقشارو سره له مبارکۍ وروسته   د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او جهادي رهبر او د سولې دعالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني ته ورغی او هغوی ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.
دجمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته  خبر  ورکړ.
جمهور رئیس غني او حامد کرزي  د هېواد د عمومي مسایلوپه هکله خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات تامین شي.
جمهور رئیس له پیر سیداحمدګیلاني سره په کتنه کې په هېواد کې د سولې د تامین په موخه د سولې دعالي شورا د کوښښونوپه ځانګړي ډول د حکمتیار اسلامي حزب سره د سولې خبرو پرمخ بېولو کې د جناب پیر صاحب او د هغه د همکارانو د نوښت او هڅو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس وویل، په افغانستان کې د سولې د کوښښونو لپاره د سولې عالي شورا په راس کې د هېواد  د معزز جهادي او ملي شخصیت جناب پیر سید احمد ګیلاني حضور  تر پخوا ډېر موثر او ګټور دی.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته