امنیت

دلوګر ولايت په مرکز کې يوه ځانمرګي بريد وشو .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار نن ديوه ځانمرګي بريد ډګر و .
درارسيدلو خبرونوله مخې،ځانمرګى يرغلګر دبره کي برک ولسوالۍ  د مسافرانو دموټر په تمځاى  کې  دملکي وګړو ترمنځ  په خپل بدن کې تړل   شوى  ماين وچاوه .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختراژانس ته وويل چې د لومړنيو رپوټونوله مخې په دغه بريد کې درې تنه ملکيان ټپيان شوي دي .
په هغې سيمه کې  چې ځانمرګى  بريد وشو گرځنډه پلورونکي  اومسافران شتون درلود .
  جزئيات وروسته خپريږي .
ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته