ټولنه

دجنسيت دبرابرى يا جندر روزنيز ورکشاپ جوړ شو .

کابل باختر د سلواغې لسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امريت نن ددغه وزارت دکارکوونکو لپاره دجنسيت  دبرابرى  يا جندر روزنيزورکشا پ  جوړکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه ورکشاپ  چې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې دظرفيت دلوړولو دپروژې  ( پروموت  )  په ملاتړ دملي نګارستان  په امريت کې جوړ شو په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې  محبوبې سعادت دښځو دودې په لاره کې دمخنيوي دعواملو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل دپاليسو او مقررو نشتوالى ، فرهنګي مسئلې او دکافي بنسټونو نشتوالى په حکومت کې دښځو دکار دمحدود کيدو مهم عامل دى .
دې زياته کړه چې دښځو په وړاندې ټولنيز اوفرهنګي درک  او لوړو دولتي  پستونو ته دهغوى دلارې موندل محدود شوي دي .
علي احمد شيرزي او دظرفيت دلوړولو ددفتر استازي محمد رفيع يوسفزي  برخه والو ته دجندر دپوهاوي دارزښت او په حکومت کې دښځو دکار دلارې پرسر پرتو خنډونو په باره کې معلومات ورکړل او دورکشاپ موخه دجندر او په دولتي ادار کې دښځو دلارې پرسر دپرتو ستونزو په باره کې پوهاوي ورکول وبلل .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته