ورزش

دافغانستان دکرکټ بورد نوى لوى رييس معرفي شو .

کابل باختر دليندى  اووه ويشتمه :
شکر الله عاطف مشعل نن دافغانستان دکرکټ بورد دلوى رييس په توګه ددغه بورد  کارکوونکو ته معرفي شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  دکرکټ بورد په سالون کې جوړه شوې وه  دافغانستان دکرکټ بورد  دلوى رييس په توګه  دشکر الله عاطف مشعل دټاکل کيدو  په باره کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حکم  ولوستل شو .
  په دې غونډه کې دمشرانوجرګې رييس  فضل االهادي مسلميار خبرې وکړې  او دکرکټ بورد دپخواني رييس  کړنې يې وستايلې  او په دولتي ادارو کې دچارو دمسوولينوبدلون او ټاکنې  يو عادي کار وباله .
مسلميار  دهېواد  دکرکټ له لوبغاړو څخه  وغوښتل چې خپل هېواد ته  دوياړنو دترلاسه کولو لپاره  زياتې هلې ځلې وکړي او اړوندې دولتي ادارې هم بايد  دهېواد  دکرکټ  او فوټبال  او دنورو  ورزشي څانګو ملي ټيمونو ته  دزياتې ودې  زمينه برابره کړي  او په دې لاره کې په مسووليت سره  کار وکړي .
  په دې غونډه کې  دماليې وزير  او دکرکټ بورد فعال غړى  اکليل حکيمي هم  دکرکټ بورد دپخواني رييس نسيم الله دانش  دکړو وړو يادونه وکړه او ويې ويل  چې په وروستيو دووکلونوکې  دهېواد  دکرکټ لوبغاړو وکولى شول  چې  په نړيوالوسياليو کې  ګډون وکړي . او زياتې وياړنې  وګټي .
  دماليې وزير وويل  چې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې  دکرکټ  دمعياري  ډګرونو جوړول ، دنسيم الله دانش  هلې ځلې وې  او ده  په هېواد کې دکرکټ  دبډاينې په لاره کې  ارزښتناک خدمتونه کړي دي .
  اکليل حکيمي څرګنده کړه چې دهېواد دکرکټ بورد دغړو له پريکړې او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له حکم سره سم  شکر الله عاظف مشعل دهېواد دکرکټ بورد دلوى رييس په توګه  وټاکل شو .
  ده  عاطف مشعل  يو مناسب شخص  او  دکرکټ په ټولو نړيوالو  قوانينو اومقرراتو خبر شخص  وباله .
په دې غونډه کې  دافغانستان دکرکټ بورد نوي لوى رييس دهغه اعتماد له امله چې دده په نسبت شوى دى  مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په  پوره صداقت او ايمانداري سره  به  دکرکټ دادارې  دښه والي لپاره کار وکړي  او شفافيت به  دخپل کار  لارښود وګرځوي .
  په دې غونډه کې  دښار جوړولو دچارو وزير ، دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  ،  دملي شورا يوشمير غړو ، او دولتي مسوولينو او ورزشکارانوګډون کړى وو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته