اقتصاد

پاکستان د افغانستان جلغوزي نورو هېوادونو ته په خپل نوم صادروي

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۲۰ مه
په پکتيکاکې دجلغوزيو سوداګر او پلورونکي وايې د جلغوزيو د مناسب بازار د نه شتون له امله يې جلغوزي دپاکستان په نوم نورو هيوادونو ته صادريږي چې له امله يې خپل ارزښت له لاسه ورکړی.
د جلغوزيو يو تن پلورونکی د اومني ولسوالۍ اوسيدونکی سردار خروټي د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وويل چې د اومنې ولسوالۍ زيات غرونه لري چې په ټولو غرونويې د جلغوزيو ونې زرغونې دي.
دى زياتوي(( لومړی له غرونو څخه د جغلوزيو له ونو څخه غوټۍ پرې کوي، مزدورانو ته د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ مزدوري ورکوي ورځي ورځي يې په نورماله هوا کې ساتو، يوه مياشت ورسته يې غوټۍ د مزدورانو په مرسته راوباسو او له غوټو څخه جلغوزي بيلوو خو د پلور په وخت يې بازار نه لرو))
د هغه په خبره د دولت دنه پاملرنې او مناسب بازار دنه شتون له امله اړ کېږي چې خپل جلغوزي په پاکستاني تجارانو په نيمه بيه وپلوري او هغوۍ چين او نورو هيوادونو ته په خپل نوم صادروي.
د زيړوک ولسوالۍ اوسيدونکي سيد ولي وایي چې افغان سوداګر د وچو مېوو په ځانګړي ډول د جلغوزيو د خرڅلاو د مناسب مارکيټ دنه شتون له امله وچې مېوې د پاکستان هېواد ته وړی.
هغه زياته کړه چې په پاکستان کې هم هر کال د جلغوزيو نرخونه په دستوري ډول را لويږي، چې د پاکستان سوداګر له افغان سودا ګروڅخه په نيمه بيه پېري او بيا يې د چين هيواد ته د پاکستان په نوم وړي.
په پکتيکا کې د جلغوزيو لوی تجار حاجې قاسم خان وايي چې افغان دولت د جلغوزيو بازار موندنې ته هيڅ پاملرنه،نه کوي او نه هم په دې برخه کې کوم نړيوال سوداګريز تړون لري چې افغان جلغوزي د افغانستان په نوم په لوړه بيه وپلورل شي.
سرچينه زياتوي پکتيکا، پکتيا او خوست هغه ولايتونه دي چې غرونه لري او په ټولو غرونوکې يې دجلغوزيو ونې ولاړې دي او له دې لارې په زرګونو ټنه جلغوزي توليديږي او خلک يې له دې لارې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي.
د هغه په خبره، په پکتيکا کې هرکال له ۲۰ زرو ټنو تر ۳۵ پنځه ديرش زرو ټنو پورې جلغوزي تجارانو ته په لاس ورځي چې زياته برخه يې ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل کېږي او يوه کمه برخه يې دننه په هېواد کې پلورل کيږي.
دى وايې اوس مهال يې په دغه ولايت کې يوه کيلو جلغوزي په ۶۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دا په ټوله نړۍ کې هغه ټيټ قيمت دی.
په ورته وخت کې د پکتيکا ولايت د سوداګرۍ خونې مشر طيلا خان ذهین وايي چې د سوداګرۍ خونه هڅه کوي،څو د افغان سوداګرو په ځانګړي ډول د جلغوزيو تجارانو ته مناسب بازار پيدا کړي خو تر اوسه په دې نه دی توانيدلی.
ذهین زياته کړه، چې د دغه ولايت ټول جلغوزي پاکستان هېواد ته په غير قانوني ډول په قاچاقي لارو وړل کېږي او بيا يې پاکستان په خپل نوم چين او اورپايې هيوادونو ته صادروي.
د يادونې وړ ده چې خوست، پکتيا، پکتيکا درې واړه هغه ولايتونه دي چې زياته برخه يې غرونو نيولې او ټول غرونه يې د جلغوزيو په ونو پوښل شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته