امنیت

په کندزکې د څو قوماندانانو په ګډون لس تنه طالبان ووژل شول

کندز باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د څو تنو قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان پرون د کندز ولايت د خان آباد او چاردرې په ولسواليوکې له ځانه جوړشويو ماينونو د چادونو له امله ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې دغه طالبان د کندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ او د چاردرې ولسوالۍ د عيسى خيلو کلي په مربوطاتوکې د دوو ماينونو د چاودنې له امله چې په خپله دوى جوړ کړي وو، ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې د طالبانو مشهور قوماندانان ملاعثمان، ملا عبدالمتين، قاري خالد، ملاظاهر، مولوي دين محمد او ملاعبدالله شامل دي.
جمشيدي زياته کړه: د قاري هاشم په ګډون لس تنه نورطالبان په خان آباد ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته