امنیت

دطالبانو له خوا دهېواد په شمال کې په ډزو سره ديوه اته کلن ماشوم وژل کيدل

-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
طالبانو د هېواد په شمال کې يواته کلن ماشوم په ډزو سره وواژه .
يرغلګرو محمدهارون  پوځيانو ته داوبو او خوړو دورکړې په تور دسيمې دلسګونو تنو اوسيدونکو په وړاندې په يوه صحرايي  محکمه کې اعدام کړ .
دغه پيښه پرون ناوخته دقوشتېپې ولسوالۍ دخانقا په  کلي کې رامنځته شوه
دهېواد په شمال کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه .
ده وويل چې دغه ماشوم  يوې  پوځي قرارګاه  ته څيرمه په ماشومانه لوبې وخت و چې دطالبانو له خوا وتښتول شواوپه پاى کې په ډزو سره ووژل شو.
دپيښې شاهدان وايي چې طالبانو لومړى اته کلن محمد هارون  وکړاوه اوپه پاى کې يې پوځيانو ته داوبو او خوړو دورکړې په تور په ډزو سره وواژه .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته