ټولنه

په هرات کې داوبو ديوه کانال په جوړيدو سره دسلګونو تنو بزګرانو ستونزې لرې شوې .

کابل باختر د چنګاښ اووه ويشتمه :
دهرات ولايت  دانجيل ولسوالۍ  په ده شيخ  کلي کې  ديوه کانال  دجوړولو دکار په بشپړيدو او ګټې اخستنې سره  ددغه ولسوالۍ  دسلګونو  تنو بزګرانو کرنيزې ستونزې  لرې شوي دي .
دغه کانال  دوه سوه  اووه ديرش متره  اوږدوالي لري چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست  دسيمه ئيزې پرمختيا  دملي پروګرام له لارې  دڅه دپاسه  څلورو مليونو يوسلو اتيا زرو  افغانيو په لګښت  دخلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره  بشپړ شوى دى .
ددغې پروژې  دپرانستلو په مراسمو کې  دولسي جرګې غړى  قاضي نذير احمد  حنيفي په کليو اوبانډو کې  دخلکو دژوندانه دحالت  دښه والي په کار کې  دمسوولينو  پاملرنه وستايله .
  دهرات ولايت  دکليو دبيا جوړولو  او پراختيا رياست  مسوولين وايي  چې ددغو پروژو  په بشپړيدو سره څه ناڅه درې سوه جريبه  کرنيزه ځمکه  خړوبيږي  او دڅه ناڅه دوه  سوه کورنيو  ستونزې لرې شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دولسي جرګې غړى  قاضي نذير احمد حنيفي  دجوماتونو دجوړولو په کار کې  دخلکو دکارنده ونډې اخستنې له امله مننه وکړه .
  دخلکو دغه استازي  چې  ديو جومات  دجوړولو دکار  بهير کتلى دى  دجوماتونو دجوړولو په کار کې دخلکو درول  ورځ په ورځ زياتيدونکي  پياوړتيا  دخوشحالي وړ  بللې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته