امنیت

دزابل ولايت دشينکي ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال ووژل شو

قلات   باختردثور دمياشتي٢٤ نيټه :

دزابل ولايت امنيتي مقامات وايي چي دپوليسو له خوا په ترسره شويو عملياتو کي دزابل ولايت دشينکي ولسوالۍ لپاره دطالبانو  تش په نامه ولسوال  وژل شوي  دي .

دزابل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد باختراژانس ته وويل دغه عمليات تيره شپه دپوليسو له خوا دشينکي ولسوالۍ  دسپيدار په کلي کې  وشول چې له امله يي دشينکي ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال ملاعبدال ووژل شو او مړي يي هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.

دشيرزاد دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې يوبل تن له يوي مخابري ، دماين له دوو ريموټ کنترولونو اويوي اندازي مهماتو سره نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته