کابل باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
په غزني ولايت کې اووه روغتيايي مرکزونه د سر غړونو له امله وتړل شول.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ د غزني ولايت د عامې روغتيا رياست د روغتيايي قوانينو د تطبيق د برخې کارکوونکو په تېره يوه اوونۍ کې دوه خصوصي روغتونونه او درملتونونه چې د دوى د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو بهير د عامې روغتيا وزارت د قوانينو او اصولو پربنسټ نه و ، وتړل .
دغه راز د غزني ښار درې تنه ډاکټران چې د نسخو په ليکلو کې يې اساسي اصول نه و رعايت کړي نغدي جريمه کړل.
د عامې روغتيارياست د قانون د څېړنې او تطبيق کارکوونکي هره ورځ د دغه ولايت روغتيايي مرکزونه څاري څو خلک معياري روغتياي خدمتونو ته لاسرسي پيداکړي. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل