امنیت

د دولت وسله وال مخالفين له ملک وګړو څخه غچ اخلي

کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د دولت وسله وال مخالفین د جګړو په ډګرونو کې د سر د درنو زيانونو په زغملو او د سولې په ناستو کې په نمایشي خوځښتونو سره له ملکي خلکو څخه غچ اخلي.
د مشرانو جرګې مًطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه مطلب سناتورانو د مشرانوجرګې په ننۍ غونډه کې چې د جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشری ترسره شوه څرګند کړ.
سناتورانو د قندهار اود کابل پوهنتون دروازه کې دچاودنو او ځانمرګو بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیاتو تلفاتو څخه اندېښنې څرګندې او ویې ویل چې د هېواد دننه او بهر کې د سولې بهیر دنمایشي ناستو ترڅنګ کله چې دښمن ته دجګړو په جبهو کې درانه تلفات واوړي خپل غاښونه په ملکي وګړو تېره کوي او په کلک زړه او بی رحمۍ سره د ملکي وګړو په عامه وژنه لاس پوري کوي حال داچې له یادې ډلې سره هیڅ ښکېل هم نه دي.
په مرموز ډول په غزني کې مېشت د ملي اردو د لوا قوماندان جنرال عبدالمبین مجتبی او د جمهوررييس د کور د ساتنې مسوول جنرال عبدالغفار احمدزي شهادتونه هم د مجلس دغړو د خواشینۍ او خپګان وړ موارد وو چې کورني او بهرني دښمنان په بېلا بېلو پلمو هره ورځ خپل لاسونه د دې خاورې د بچیانو په وینو سره کوي.
له بلې خوا له غلطو محاسباتو څخه د رامنځته شویو تروریستی پلانونو نه مهاریدل او د جګړې مدیریت او رهبرۍ کې د شته کمزورتیاو په اړوند نیوکه وشوه او  وویل شول چې د کمانډوځواکونو تر دېرشو زیات منسوبین د بادغیس په آبکمري ولسوالۍ کې د یوه کمین په ترځ کې شهیدان شوي، چې د مجلس غړي په جدي توګه د ددې ټولو انساني تلفاتو د څېړنو غوښتونکې شول.
سناتورانو دبدخشان، بادغیس، جوزجان، فاریاب، سرپل او پکتیا ولایتونو او یوشمېر نورو سیمو د امنیتي ناوړه وضعیت څخه یادونه وکړه او ویې ویل د بدخشان ولایت د کران او منجان د لاجوردو کان د طالبانو لاسته لوېدلی او د بادغیس په بالامرغاب کې د ملي اردو بېز د دښمن تر کلابندۍ لاندې دی چې جدي ګواښونه ګڼل کیږي اوحکومت او د امنیتی سکتور مشران مکلف دي چې په یادو ولایتونو کې د امنیتی وضعیت د ښه والي په موخه هر اړخیز تدبیرونه ونیسی.
په ناټاکل شویو ځایونو کې د کثافاتو غورځونکو د جریمي په اړه د کابل ښاروالۍ طرحې څخه هرکلی وشو او له هېوادوالو وغوښتل شول چې دښار په پاک ساتلو کې جدي مسئولیت احساس کړي.
د مجلس دغړو له خوا دهېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو شهیدانو ته د رسنیو له لوري د شهید ټکي په کارولو ټینګار ، په ټاکلي وخت د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار، طالبانو سره د سولې په بهیرکې بیا کتنه، په هغو کسانو نیوکه چې د هېواد په روان وضعیت کې د موقتې ادارې غوښتونکې دې او ځینې نور موارد هم مطرح شول.
دمشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د بحثونو په جمع بندۍ کې په کابل او کندهار کې د وروستیو خونړیو پېښو په نسبت خپله خواشیني څرګنده کړه او د یادو جنایتونو په غندلو سره یې وویل، سره له دې چې هېوادوال دسولې په تړاو روانو هڅو ته خوښ دي، خو په هېواد کې جګړو زور اخیستې او د ملکي او پوځي کسانو څخه قرباني اخلي.
دمجلس رییس د کابل پوهنتون تر څنګ چاودنې ته په اشارې سره وویل، دغې پېښې وښوده چې دښمن په عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره د قطر ناستې په پرېکړه لیک کې خپلو ژمنو ته رښتینی نه دی چې دعملي اوربند پرته د دواړو خواو د تلفاتو مخه نه نیول کیږي.
دجرګې رییس دهېواد دامنیتي ځواکونو د سرښندنو څخه د قدردانۍ او ملاتړ ترڅنګ بادغیس کې د کمانډو منسوبینو ته د تلفاتو اوښتل د اندېښنې وړ وګڼل او ټینګار یې وکړ چې دغه موضوع باید په جدي توګه وڅېړل شي او په راتلونکې کې له دې وړاندې چې امنیتي ځواکونه د دندې په موخه ګومارل کېږي باید د جګړه ییز وضعیت ټول اړخونه محاسبه او لازم او دقیق اقدام وشي.
همداراز مشرانوجرګې د هېواد دملي مهمو مسایلو او یو شمېر قوانینو د تصویب او تائید په موخه پرېکړه وکړه چې د زمري تر لسمې نېټې به د اوړي تعطیلاتو ته نه ځي او خپلو کارونو ته به دوام ورکړي.
په پای کې د تقنیني اوولسمې دورې د لومړي کال د لومړي اجلاس په لړ کې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون رپوټ د سناتوري سهیلا شریفې، دملي اقتصاد د کمېسیون رپوټ د صالحې مهرزاد، د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون رپوټ د سناتورمحمود خان خاکرېزوال او د نړیوالو چارو د کمېسیون رپوټ د سناتورې فوزیې سادات له خوا وړاندې شول چې مفصل رپوټونه به یې دمجلس د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپاره شي.
پاىجهان يار

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته