فراه باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان په فراه ولايت کې په يوه واټ کې د ماين ښخولو په وخت کې د خپل ماين د چادونې له امله ووژل شول.
دغه طالبان نن سهار کله يې چې غوښتل په بالابلوک ولسوالۍ کې په يوه واټ کې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او ووژل شول.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ