خبرونهاقتصادټولنه

بلخ کې پر ۳۰ کیلو متره سړکونو د کرېړ اچولو چارې پیل شوې

 کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

د بلخ په مزارشریف ښار او ۱۲ ګونو ناحیو کې پر ۳۰ کیلو متره سړکونو د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي.

د یاد ولایت د مزارشریف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د مزار شریف ښار او ۱۲ ګونو ناحیو کې پر ۳۰ کیلو متره سړک د ۷ میلیونه ۱۸۲ زره افغانیو په لګښت د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي چې ۴۵ ورځو کې به بشپړې شي.

دغه راز د مزارشریف ښار اوسېدونکو د یادې پروژې په پيل خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سره به د هغوی د تګ راتګ ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته