فرهنګ

حسينه صافۍ: دسولې دپيغامونو په رسولو کې دتياتر رول ارزښتناک دى .

کابل باختر د زمري لسمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ نن دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتياتر له مسوول اوددغه ولايت دتياتر له يوې ډلې ممثلانو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې او غوښتنې واوريدې . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتياتر مسوول فريدون فکوري ددغې ډلې په استازيتوب دخپلو فعاليتونو په باره کې معلومات ورکړل . ده دغه راز خپلې يولړ ستونزې او غوښتنې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې سره طرحه کړې او دهرات ولايت تياتر او دتياتر ممثلانو ته دپاملرنې ، دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دتياتر دنمايشاتو داجرا کولو د زمينو دبرابرولو او دغه راز دهرات ولايت د تياتر دممثلانو دظرفيت دلوړولو لپاره دروزنيزو پروګرامونو دجوړولو غوښتنه وکړه . ده زياته کړه دهرات ولايت دتياتر دممثلانو دغه لس کسيزه ډله چې په هغو کې دجوزجان له ولايت څخه يوممثل او ددايکنډي له ولايت څخه يو ممثل هم شامل دي ( سوله دټولو لپاره ) په نامه دخپلو نمايشاتو لړۍ له کابل څخه پيل کړې ده او دهېواد نورو ولايتونو ته دوام ورکوي . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دسولې ملي پيوستون او دملي يو والي دپيغامونو په رسولو کې دتياتر او دتياتر دممثلانو رول ارزښتناک وباله او نورو هنري او فرهنګي برخو په تيره بيا تياتر ته ددغه وزارت دپاملرنې په اړوند هغوى ته ډاډ ورکړ . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته