ټولنه

په لوګر کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په وياړ نن د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل شو.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې  مناسبت د لوګر د ملکي او نظامي مسوولانو په شتون د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ  په رياست کې جوړه شوه د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل  وويل: د خپلواکۍ او ازادۍ اصلي جوهرد اقتصادي او پرمختيايي بنسټونو پياوړتيا ده او د جهل او ناپوهۍ په وړاندې مبارزه د خپلواکۍ اصلي معنويت بيانوي.
د لوګر والي محمد انور خان اسحق زي هم په خپلو خبرو کې  په اعتماد او يو والي باندې ټينګار وکړ او له ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې له کورنيو توليداتوڅخه ګټه واخلي.
يوې نجلۍ  زرينا چې په دې نندارتون کې يې ګډون کړى و د دغه شان نندارتونونو جوړول د ښځو د لاسي صنايعو د پلورنې او د اقتصادي ځان بسياېنې لپاره مهم وبلل.
د يادونې وړ ده چې په ياد نندارتون کې د يوې ورځې لپاره جامې، خامکي جامې، مرى ګنډلو ،ګلدوزي او ډول ډول لاسي ګنډنې نندارې ته وړاندې شوې.
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته