ټولنه

په هيواد کې دښوونکي ورځ دپوهنې وزارت په دې ژمنې سره چې دښوونکو دژوندحالت به ښه شي ونمانځل شوه

کابلباختردميزان ١٣
دښوونکي نړيواله ورځ نن په داسې حال کې په افغانستان کې ونمانځل شوه چې دپوهنې  وزير د ښوونکو د ژوندانه دمعشيتي حالت د ښه والي په  باب د دغه وزارت  ژمنه تکرار کړه .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  دښوونکي  ورځ نن په کابل او دهيوادپه نوروښارونو کې ونمانځل شوه .
په هغې غونډه کې  چې  له همدې ا مله دکابل ښاردلسمې ناحيې په سا حه کې داميد په خصوصي ليسه کې جوړه شوې وه دپوهنې د وزيرفاروق وردګ پيغام ددغه وزارت د نړيوالواو فرهنګي اړيکو درييس وحيدالله نوري له خوا ولوستل شو
دپوهنې  وزير په خپل پيغام کې  ويلي دي د ښوونکي د نړيوالې ورځې  له امله ګرانو  ښوونکو اوزده کوونکو علم پالو اوپوهنپالوهيواد والواو د علم د لارې  هر لاروي ته  د زړه له کومې  مبارکي وايو .
همدا اوس  څه ناڅه لس مليونه تنه زده کوونکي ، طالب العلمان او  محصلين په ټول هيواد کې په شپاړلس زره  شپږ سوه تعليمي موسسو کې دعلم په زده کړې  بوخت دي چې دهغوي دښوونې اوروزنې مسووليت دوه سوه لس زره تنو ښوونکو
په غاړه دى  .
په پيغام کې  ويل شوې دي دپوهنې  پراختيا اوپه پرله پسې  توګه  زموږ دښوونکو رول ته په پاملرنې سره دښوونکو مخلصانه هلوځلوته دقدر په سترګه ګورو او دموجودو امکاناتو په محدوده کې دهغوي دژوندا نه اوعلمي حالت دلوړولو په لاره کې مو يو لړ ګامونه پورته کړي دي .
څرنګه چې د تيروڅلورو کلونو په بهيرکې  د رتبو اومعاشونودسيستم له لارې  يوسلو درې  اويا زرو تنو ښوونکو ته دمعاش زياتوالي ترسره شوى دى او دغه راز دښوونکو دښارګوټو په جوړولو سره تراوسه پورې په ټوليزه توګه په ټول هيوادکې دځمکې اتيا زره نمرې په ښوونکو ويشل شوي دي چې دغه بهيردوام لري .
په پيغام کې  دغه راز ويل شوي دي د روان لمريز کال ترپايه پورې  به دځمکې  پنځه ويشت زره نورې  نمرې هم  په خپلو ښوونکو وويشو .
دپوهنې  وزير  ويلي دي چې دښوونکي شغل عبادت د  ، له ټولو ښوونکو څخه غوښتنه  کيږي چې  دغه عبادت ته د خدايي مکلفيت په سترګه وګوري نه دمعاش اودمادي امتيا زاتو  د ترلاسه کولو په خاطر  ورڅخه استفاده وشي .
دغه راز محمد وحيد نوري د خبرو په ترڅ کې دټولنې د ودې  اوپرمختيا په لاره کې دښوونکي او استاد له  رول سره اړيکه ونيوله او ويې ويل چې د ټولنې  وده او پرمختيا دښوونکي او استاد د هلوځلو مديون اودښوونکي دورځې  نمانځل په ټولنه کې  دفکر اوقلم دخاوندانو دسرښندنواو حماسه جوړولو نمانځل دي چې بايد درناوى يې  وشي او وستايل شي  .
ده  څرګنده کړه او ټينګار يې  وکړ چې دښوونکي رسالت  دانبياو رسالت دى  له دې امله  له درنو ښوونکو څخه هيله لرو خپل زده کوونکي چې دهغوي معنوي بچيان اودهيواد بچيان دې دتقوا او پرهيزګارۍ  له هيواد سره د مينې انسان دوستۍ او له تعصب څخه په لرې رو حيې سره  و روزي د هغوي ذهني او فکري قوت پياوړي کړي  اودهغوي دغه کار  وهڅوي .
دغه راز په دې  غونډه کې  دنړيوالو اميدونو دخصوصي ټولنې  رييس نصرالله ارسلا  چې  داميد خصوصي ليسه دهغوي له خوا يې ملاتړ کيږي د دغه ښوونځي دپرمختيايي پروګرامونو په باب څرګندونې وکړې  او ويې ويل تر راتلونکو دريو کلونو پورې  به دغه ښوونځي انسټيټوټ ته لوړ شي او دغه راز ده د ښونکو او استادانو په پرله پسې ملاتړ او ستايلو ټينګار وکړ .
دغه  راز دهمفکرو ځوانانو ټولنيز اوفرهنګي مرکز دتلې ديارلسمه د ښوونکي  ورځ داطلاعاتو اوفر هنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالارکې  ديوې غونډې
په جوړولو سره ونمانځله.
ددغه مرکز مسوولې  نجيبي يارمل  اود اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اداري رييس ظاهرحسن  په افغاني ټولنه کې  دښوونکي د مقام او دريځ په باب خبرې وکړې .
په همدې  ترتيب دښوونکي د ورځې او په ټولنه کې دهغه  دلوړو مقام دنمانځلو
په مقصد دکابل اودهيواددولايتونو په ښوونځيو کې هم غونډې جوړې شوې وې
په هغې غونډه کې چې د ناهيدشهيد په لسه کې جوړه شوې وه  دکابل ښاردپوهنې رييس ډاکترسيدمنصور ګډون وکړ اودپوهنې وزارت لومړي  درجه او دويمه  درجه ستاين ليکونه يې دناهيد شهيد د ليسې دمديرې  پروين بهادري اود دغي ليسې دتدريسى مرستيال ببرک بارکزي ته  د دوى  دارزښتناکو خدمتونو په وياړ دوى ته ورکړل .
دغه راز د سردارمحمد داودخان په ليسه،  دالفتح په عالي ليسه ،  داستقلال ، عايشه دراني ، نادريې  ،اماني،سردارکابلي ، ستارې  ، دخوشحال خان دلومړي لمبر او دويم لمبر او د رحمن بابا په ليسو او دکابل او ولايتونو په  نوروښوونځيو کې  هم  ورته غونډې جوړې شوې وې  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته