ټولنه

لومړنۍ ښځينه ويانده لطيفه کبير سراج وفات شوه

کابل- باختر دلړم دمياشتې ١٧
دکابل راډيو لومړنۍ ښځينه ويانده او په هيوادکې د ښځو د غورځنګ يوه فعاله لطيفه کبير سراج د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په حق ورسيده.
لطيفه کبير سراج د معين السلطنه سردار عنايت الله خان لور او د غازي شاه امان الله خان وريره له نن څخه نوي کاله مخکې وزيږيده چې په هيوادکې له بدلونونو وروسته له خپلې کورنۍ سره د هند له لارې عراق ته او وروسته ايران ته لاړه.
ميرمن لطيفه کبير سراج چې په ايران کې يې د دري ژبې او ادبياتو په څانګه کې يې زده کړه کړې وه؛ په ملالۍ ليسې کې يې په لوست ورکولو لاس پورې کړ او د وخت د مستوراتو په روغتون کې يې د سواد آموزۍ کورس جوړکړ.
دې نه يواځې د يوې ښې ښوونکې او مدرس په توګه تبارز وکړه، بلکې په هيواد کې د ښځو دغورځنګ له مخکښانو څخه شمير کيږي او له خپلې خور زينب عنايت سراج سره په هيواد کې د تياتر په وده کې ارزښتناک کارونه وکړل .
ميرمن لطيفه کبير سراج په راډيو کابل کې لومړنۍ ښځينه ويانده شمير کيږي. دې د وخت دحکومت د مسوولينو او مقاماتو له خوا څو ادبي او مطبوعاتي جايزې هم ترلاسه کړې دي .
دغه مخکښه ميرمن کله چې د سروځواکونو زموږ په هيواد تيري وکړ؛ د مهاجرت لاره يې غوره کړه او امريکاته لاړه چې له خپل کار او مسلک سره مينه وه او لس کاله يې د امريکا غږ په راډيو کې د وياندې په توګه خپل کارته دوام ورکړ.
ميرمن لطيفه کبير سراج د روان کال د لړم دمياشتې په پنځلسمه نيټه د امريکا په متحده ايالاتو کې دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په حق ورسيده.
دې پنځه زامن او لورګانې درلودې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين باختر آژانس ته د يو پيغام په ليږلوسره ويلي دي:
په ژورې خواشينۍ سره مو د ميرمن لطيفه کبير سراج دمړينې خبر ترلاسه کړ. د دې مړينه دافغانستان دمطبوعاتو او فرهنګ ټولنه خواشينې کړې ده.
ميرمن لطيفه کبير سراج له هغې مينې سره يې چې له هيواد ، فرهنګ او انسانيت سره درلودې؛ د ښوونکې په توګه دهيواد بچيانوته په لوست ورکولو بوخته شوه .
دا له ايران څخه له رستيدو وروسته د ښونکې مقدسه دنده وټاکله او د ملالۍ په ليسې کې يې په کار پيل وکړ. هغه وخت چې کابل راډيو د يوې ښځې لوړ غږته اړتيا درلوده؛ هغه مخکښه شوه او د هغې غږ کله چې د راډيو خپرونې په ژوندي ډول وې؛ دنارينه ويندوي ترڅنګ منعکس شو.
ددغې مخکښې ميرمنې د فعاليت ساحه يواځې د ښوونکې او ويندوى په توګه پاى ته ونه رسيده؛ په زيات فرهنګي کارسره يې علاقه درلوده ، ډرامې يې وليکلې او د هيواد تياتر يې پرباره کړ او کلونه يې د ښځو د ويښتيا او يوهاوي په لاره کې مبارزه وکړه.
الله (ج) دې هغه وبخښي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته