امنیت

بيارغاونه دامنيت په ښه والي کې رول لري

کابل باختر د کب دمياشتې  ١١ :
دپرمختيايي پروژو اجرا کول په مستقيم ډول  دامنيتي حالت په ښه والي اغيزه لري.
دهرات ولايت  يوه مقام محمدنعيم بهير په جاپان سفارت کې دبيا رغاونې دڅلورو طرحو دلاسليک کولو په مراسمو کې ګډون کړى دى وايي  ؛ په هرات ولايت کې ددغو پروژو داجرا کولو په خاطر   حالات برابر دى.
څلور پرمختيايي طرحې  دقندهار له دروازې څخه دپل مالان تر ساحې پورې  دواټ  د دويمې ًبرخې ، بهارستان سړک دقيرکولو کار ، د دوو ډګرونو بيارغاونه او  دکرنيزو محصولاتو ددايمي  نندارتون بيارغاونه پکې شامله ده چې  ټاکل شوې ده  دنهو مليونو ډالرو په لګښت په يوه کال کې بشپړ شي.
دولايت  مالي او اداري رئيس وويل: ددغو پروژو په اجرا کولو سره دخلکو  مهمې ټولنيزې اوکرنيزې ستونزې لرې کيږي .
ديادونې وړ ده  دا لومړى ځل دى چې جاپان دهرات ولايت دکرنې او اقتصاد په برخو کې دومره پانګه  اچونه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته