سیاست

حامدکرزي دامريکا په يو ښوونځي کې د٢٦ تنو دوژل کيدو له امله خواشيني څرگنده کړه

کابل  باختردلندي دمياشتې  ٢٥ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دهغې پيښې له امله چې په ترڅ کې يې  دامريکا دمتحده ايالاتو په کنيکتيکات ايالت کې دښوونځي يوشمير زده کوونکي ووژل شول په ژوره توګه  خواشيني  شوى دى.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې،  پرون يو  وسله وال سړي دامريکا دمتحده ايالاتو په شمال ختيځ  کنيکتيکات  ايالت  کې يو لومړني ښوونځي ته ننوت او دښوونځي په  زده کوونکو يې ډزې وکړې   او له پنځه کلني  څخه ترلس کلني پورې ددغه ښوونځي  دشلوتنوزده کوونکو په ګډون شپږويشت تنه يې ووژل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ددغې درودونکي پيښې له امله دخپلې ژورې  خواشيني اوډاډګيرنې مراتب دامريکا  ملت ته څرگند کړل او هيله يې وکړه چې هيڅ ملت  له دغه شان غمجنې پيښې سره مخامخ نه شي .
جمهوررييس وويل چې افغانستان ددغه شان پيښو دردونه  اوکړاونه احساسوي  ځکه زموږ ملت هره ورځ له دغه شان دردونو اوکړاونوسره لاس اوګريوان دي .
حامدکرزي دخپلې ژورې خواشيني  اوډاډګيرنې مراتب دقربانيانو کورنيو او دامريکا دمتحده ايالاتو خلکو اوحکومت ته څرګندوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته