فرهنګ

جنرال دوستم: د امير علي شير نوايي د نړيوال سمپوزيم جوړول د سيمې د فرهنګي نږديوالي يو ستر برياليتوب دى

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم  پرون ماښام په هغې ميلمستيا کې چې د ده په کورکې د اميرعلي شيرنوايي په نړيوال سمپوزيم کې د برخه والو، پوهانو او د نوايي پيژندونکو په وياړ جوړه شوې وه؛ د دغه سپموزيم جوړول يې د فرهنګي لوړتيا او د سيمې او د دوستو هېوادونو د اوسيدونکو ترمنځ د نږدې کيدو په لاره کې يو ستر برياليتوب وباله.
په دې ميلمستيا کې د کابينې يوشمېر وزيرانو، د قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، او د قرغزستان د هېوادونو سفيرانو، په پارلمان کې د افغانستان د خلکو يو شمېر استازو، د امير علي شيرنوايي نړيوال سمپوزيم ته د دوستو هېوادونو رابلل شويو پوهانو او د هېواد د پوهنتونونو يوشمېر استادانو ګډون کړى و.
د جمهوري رياست  لومړي مرستيال په دغو مراسموکې د لنډو خبرو په ترڅ کې د امير علي شيرنوايي د سپموزيم په کارکې د ميلمنو د ګډون او سمپوزيم ته د دوى د علمي مقالو د وړاندې کولو له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې د دغه شان علمي -فرهنګي غونډو جوړول برسيره پر دې چې د سيمې د هېوادونو د فرهنګي  ميراث په باب د پوهاوى د پراختيا او د فرهنګي کار په لاره کې يو ګام دى، يو داسې اقدام هم دى چې د سيمې د خلکو ترمنځ د پيوندونو او علاقې د ټينګښت سبب هم کيږي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال له ټولو هغوکسانوڅخه چې د دغه نړيوال سمپوزيم د جوړولو په کارکې يې هلې ځلې کړې دي او هغه يې په ښه ډول جوړ کړى دى؛ قدرداني وکړه او زياته کړه: هيله لرم دغه سمپوزيم ته وړاندې شوې مقالې ډير ژر چاپ شي.
وروسته يوشمېرميلمنوهم د خبرو په ترڅ کې د اميرعلي شيرنوايي د سمپوزيم د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او هغه يې ځان ته ښه تجربه وبلله.
په دغو مراسموکې هغه سوغاتونه چې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال له خوا په پام کې نيول شوي و؛ په  ميلمنو وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته