ټولنه

د حکومت د رهبرۍ غونډې پر دولتي ځمکو او املاکو د پانګونې په اړه خبرې وکړې

کابل / د غويي ٢٢مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه پرون سهار د ویډیو کنفرانس له لارې په ګلخانه ماڼۍ کې جوړه شوه. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمدجواد پیکار له دولتي املاکو او ځمکو څخه د ښې ګټه اخیستنې او خصوصي سکتور ته د پانګونې فرصت برابرولو په موخه پر دولتي ځمکو او املاکو د ۵۰ بسته ییزې پانګونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه. د حکومت رهبرۍ غونډې پر یاده طرحه له بحثونو وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ملي تدارکاتو ادارې او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې پر دولتي ځمکو او املاکو د ۵۰ بسته ییزې پانګونې طرحې د لا بډاینې لپاره پر هغې بیا له سره کتنه وکړي. همدارنګه پر دې ټینګار وشو چې په یاده طرحه کې دې حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر او د دارالامان سړکونو باندې ځانګړی تمرکز وشي او نهایي طرحه دې ډېر ژر د چارو ادارې لوی ریاست له لارې د حکومت د رهبرۍ ناستې ته وړاندې کړي.# پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته