کابل باختر د وري ديرشمه :
په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې دوسله والوطالبانو د ډلې او دحقانې دشبکې څلور تنه قوماندانان ووژل شول .
په دغو عملياتو کې چې دهلمند ، قندهار ، جوزجان ، غزني ، زابل ، بادغيس ، فراه ، لوګر او دخوست دولايتونو په ځينو سيموکې ترسره شول په دغو تروريستي ډلو پورې اړوند څه ناڅه څوارلس تنه افراد هم وژل شوي دي .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندانان له خپلو افرادو سره يې دتروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو اوووژل شول .
ناټو وايي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيمو کې دځينو تروريستي ډلو درهبرى مسووليت په غاړه درلود .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې پوځيانو دوسله والو طالبانو د ډلې او دحقاني دشبکې دجنګي وسايلو څلور ډيپوګانې هم ترلاسه کړي دي .
په دغو ډيپوګانو کې په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
دناټو په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې دافغان پوځيانو ، بهرنيو ځواکونو اودملکي وګړو دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دي ويل شوي .