ټولنه

په روز ګان کې ددريو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٥ نيټه  :
په روزګان ولايت کې داوبو رسولو ددريو پروژو  دعملي کولو کار پرون بشپړ شو.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  وياند اکبررستمي  چې نن يې دباخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل ؛  چې په دغو پروژو کې  دروزګان ولايت  دمرکز  تيرينکوټ ښار  په مربوطاتو کې داوبو رسولو دشبکو  جوړول شامل دي  چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داوبو رسولو دملي  پروګرام له خوا عملي شوي دي.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند وويل چې ددغو پروژو لګښت  څه دپاسه درې ميليونه  اته سوه زره افغانۍ اټکل شوي دي او دخلکو په سلو کې لس ونډه هم پکې شامله ده.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته