ټولنه

د باميانوولايت له مرکز سره د پنجاب او ورس د ولسواليو اړيکې تامينې شوې

کابل باختر د مرغومي  شلمه :
د باميانو ولايت  له مرکز سره د دغه ولايت  د پنجاب  او ورس د ولسواليو اړيکې  چې د واورې  د ښويېدنې له امله  شليدلې وې  نن له غرمې وروسته بيا تامينې او تګ راتګ   پيل شو.
  د باميانو ولايت د فوايد عامې رياست سرپرست  غلام نبي  قنبري  باختراژانس ته وويل چې، د باميانو ولايت په مربوطاتو کې د حاجي ګګ  په غاښې کې  د کابل  _ باميانو د لويې لارې  له تړل کېدو وروسته  تېره شپه د دغه ولايت  د يکاولنګ ولسوالۍ  په شاتو غاښې کې د واورې د ښويېدنې له امله  د باميانو ولايت له مرکز سره د دوو ولسواليو پنجاب او ورس مواصلاتي لارې  تړل شوې وې  چې د فوايد عامې رياست  د هڅو او هاند له امله  دغه مواصلاتي لارې  بيا پرانستل شوې .
  ده زياته کړه چې د واورې ښويېدنې  له امله  هيڅ راز د سر زيان او مالي تاوان نه دى اوښتى .
د باميانو ولايت د فوايد عامې رياست سرپرست وويل  چې، يواځې دکابل باميانو په تګلوري کې د حاجي ګګ غاښى  تړلى دى او نور ټول غاښي او تګلوري د ترافيکو پرمخ  پرانستي دي . 
  د باميانو ولايت  د فوايد عامي رياست سرپرست زياته کړه چې د دغه ولايت په ټولو  تګلورو کې  د واورې اورښت  دوام لري، خو د توپان  شدت  کمښت موندلى دى  او دفوايد عامې  د واورې  پاکونې ډلې او همکار بنسټونه  په خپلو کاري ساحو کې له واورې څخه  د واټونو د پاکولو کار  پيل کړى دى .
  د باميانو ولايت  د فوايد عامې رياست مسوولان وايي  هغه مسافران چې دکابل په لور دسفر نيت لري کولاى شي  د شيبر د غاښې له تګلوري څخه تګ راتګ وکړي .
ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته