امنیت

دطالبانو داستخباراتو مسوول ونيول شو

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دهلمندولايت دکجکي ولسوالۍ  دطالبانو داستخباراتو مسوول نن له دوو تنو ملګروسره يې دملي امنيت له خوا ونيول شو.

دهلمند ولايت امنيتي مقامات وايي دکجکي ولسوالۍ داستخباراتو مسوول ملا عبدالحميد  اودملاحبيب الله او ملا مطيع الله  په نومونودوه تنه همکاران يې دملي امنيت دځواکونوله خوا په عملياتو کې ونيول شول .

دهلمند والي ويندوى  داود احمدي باختر اژانس ته وويل، دغو کسانو غوښتل په لښکرګاه ښارکې دتروريستي  او ورانکارو عملونو په ترسره کولو سره  زموږ په لسگونو تنه هيوادوال په وينو اوخارو ليت پت  کړي چې دملي امنيت دمسوولينو له خوا ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته