نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې دکوپړى او مغزو ترمنځ دوينې پرنډ کيدو تشخيص.

واشنګتن– باختر د مرغومې دوه لسمه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلرى کلنتن چې دبيهوښى له امله په ځمکه لويدلې وه او په سر يې کلک کوزار شوى و په کوپړى کې  يې دوينې پرنډ کيدل ليدل شوي دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.
دميرمن کلنتن معالج ډاکتران وايي چې دا به په بشپړه توګه بيا روغه شي او دوينې د نري کيدو د درملو له ترلاسه کولو وروسته به له روغتون څخه رخصته شي.
ميرمن کلنتن چې ٦٥ کلنه ده ديکشنبې په ورځ دنيويارک په يو روغتون کې بستره شوه.
درارسيدلو خبرونو له مخې، دا دبيهوښى له امله په ځمکه لګيدلې ده او په سرکې يې سخت ګوزار شوى دى.
ټاکل شوې ده ميرمن کلنتن دبارک اوباما دجمهورى رياست د دويمې دورې له رسمي پيل مخکې له خپلې دندې څخه ګوښه شي.
داسوشيتدپرس دخبرى آژانس دخبر له مخې، ميرمن کلنتن دخپل مسووليت په دوره کې دنړۍ ١١٢ هيوادونو ته سفر کړى دى او په دې ترتيب يې دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرانو ترمنځ د ډيرو زياتو بهرنيو سفرونو ريکارد ترلاسه کړى دى.
په دې وروستيو وختو کې بارک اوباما ديموکرات سناتور جان کيرى دميرمن کلنتن دځاى ناستې لپاره معرفى کړى و.
دجان کيرى انتصاب چې په اوس وخت کې دامريکا دسنامجلس دبهرنيو اړيکو مشرتوب په غاړه لري بايد ددغه مجلس له خوا تصويب شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته