نړۍ

دعربستان د دفاع وزير دکويټ دنيولو ګواښ وکړ

رياض ايرنا  باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
د عربستان  د وليعهد ځاى  ناستى او د دفاع وزير محمدبن سلمان  د عربستان له خوا دمشترک الخفجي له نفتي څاه څخه  د ګټې اخيستنې دبندلو په نسبت دکويټ له اعتراض وروسته ، کويټ يې  په نيولو  او دخپل هېواد  له خاورې  سره دهغه  د يو ځاى کولو  ګواښ وکړ.
د بانوراما الشرق اولاسط دخبري سايټ دخبرله مخې : 
دخليج د حوزې  په عربي هېوادونوکې اطلاعاتي خبرځايونو څرګنده کړه چې محمد بن سلمان دکويټ دنيولو په ګواښ سره  نه يوازې دخفجي څاه بلکې ټول کويټ په تاريخي لحاظ دخاورې يوه برخه وبلله .
دغو خبرځايونو د عربستان له خوا د خفجي له نفتي څاه څخه دګټې اخيستنې د بندولو له امله داوښتو تاوانونو دجبيره کولو لپاره دکويټ د ادعا په نسبت دمحمد بن سلطان تندغبرګون ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، محمد بن سلمان په يوه غونډه کې وويل :  موږ کويټ د صدام له منګولو څخه ژغورلى دى  او اوس به څوک هغه زموږ له لاسه واخلي.
کويټ په موږ د لوړتيا لپاره کوم دليل نلري او يو داسې هېواد دى چې د رياض  د څلورمې برخې په اندازه پراختيا لري.
له بلې خوا دکويټ د الراى ورځپاڼې هم وليکل چې د کويټ او عربستان نفتي اختلاف نوي پړاو ته رسيدلى دى . دغې ورځپاڼې د دغه کار علت د خپل عربستاني سيال علي نعيمي په نامه دکويټ د تيلو د وزير علي العمير غوڅ ځواب وباله چې ده په  هغه کې هر راز مادي تاوان چې د الخفجي د نفتي څاه د تړل کيدو او بنديدو په نتيجه کې  چې هېواد ته يې متوجه کيږي، دعربستان په اوږو اچولى دى ځکه چې دا کار په ٢٠١٠ ميلادي کال کې له دغې نفتي څاه څخه دګټې اخيستنې دتفاهم ليک دشپږمې مادې مخالف بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته