سیاست

جمهوررئیس کرزی: موږ له امریکا څخه امنیت او سوله غواړو او دا د امنیتي تړون شرط دی

کابل باختر د لړم دمياشتې  ٣٠ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي او دفاعي تړون باندې د بحث لپاره جوړه شوې لویه جرګه، نن په خپلې پرانیستونکې وینا سره  په رسمي ډول پرانیستله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
جمهوررئیس پخپله وینا کې وویل : که امریکا له موږ سره امنیتي تړون لاسلیک کوي، موږ له هغوی څخه امنیت او سوله غواړو او امنیت او سوله د دغه تړون شرط  دی.
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه: که دغه تړون افغانستان ته امنیت او سوله راولي، زموږ په ګټه دی.
حامدکرزي وویل ، چې زه په مطلق ډول په دې مسئله باندې ملتفت شوی یم که امریکا او پاکستان د سولې په راوستلوکې له موږ سره ودریږي، دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان به په امن شي.
جمهوررئیس د هېواد تاریخ ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه: افغانستان په تېرو څلویښتو کلونوکې جګړه او جهاد وګټلو خو په سیاست کې یې ماتې وخوړله.
ده، د مشورتي لویې جرګې برخه والو ته په خطاب کې وویل: د دغه تړون په اړه هر پریکړه په  سیاسي تدبیر او عاقبت اندیشي سره وکړیء ځکه کومې پریکړې چې تاسو نن کویء د افغانستان راتلونکي نسل ته د خیر او یا شر بنسټ ږدیء.
جمهوررئیس کرزي څرګنده کړه: که تاسو دغه تړون ومنلو او ملي شورا هغه تصویب کړ، دغه تړون دې هغه مهال لاس لیک شي چې انتخابات په سم ډول، په عزت او په آرامه فضاکې ترسره شوي وي او موږ په دې باندې پوه شوي و چې د امن پر لور د حرکت په حال کې یو او امریکا دې په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د انتخاباتو په اړه وویل: زه امن لرونکي او با عزته انتخابات غواړم، هغه انتخابات چې زموږ ملت په خپل ټول اختیار سره د خپل نظر وړ کاندیدانو
ته رایه ورکړي.
حامدکرزي د مشورتي لویې جرګې برخه والو ته په خطاب کې وویل:  نن دلته سره راټول شوي یاست چې د افغانستان لپاره د یوې ډیرې مهمې او حیاتي مسئلې په اړه بحث او مذاکره وکړیء، هیله لرم چې نننۍ غونډه او ستاسې بحثونه د افغانستان د مظلومو خلکو د درد او رنځ د پای ته رسېدو لپاره یو کلک او حقیقي ګام و اوسي.
حامدکرزي په ټینګار سره وویل، چې مشورتي لویه جرګه یوازې د یوه هدف لپاره جوړه شوې ده چې هغه پرامنیتي تړون باندې په ژوره توګه غور او بحث دی چې امریکا یې
له افغانستان سره د لاس لیک غوښتونکې ده او مشورتي لویه جرګه بله هیڅ اجندا نه لري او هیله لرم چې په هغې کې بله اجندا مطرح نه شي.
جمهوررئیس دې ته په اشارې سره چې د مشورتي لویې جرګې د برخه والو پریکړې د افغانستان د خلکو پریکړې دي، د مشورتي لویې جرګې له غړو وغوښتل چې  په بشپړې آزادۍ او د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره غور او پریکړه وکړي.
جمهوررئیس کرزي د امنیتي تړون د مسودې پر سر د مذاکرو په اړه وویل چې له امریکا سره له مذاکرو او هر اړخیزو بحثونو وروسته د قضایي صلاحیت له حوزې پرته چې هغه د افغانستان د دولت په اختیار کې نه دی او د افغانستان د ملت صلاحیت دی، پر نورو موضوع ګانو موافقې ته رسېدلي یو.
حامدکرزي زیاته کړه: په هغه څه باندې چې ما په دغه تړون کې ورباندې ټینګار کړی دی هغه د افغانستان د خلکو د کورونو امنیت دی چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان د خلکو کورونو ته له ورتګ څخه منع شي او همدا راز د افغانستان پیاوړتیا، د هغه د خلکو د ژوندانه عزت او د دوه خپلواکو هېوادونو په توګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ټینګښت دی.
حامدکرزي څرګنده کړه چې امریکا له ناټو سره یوځای غواړي د افغانستان په ۹ سیمو بګرام، کابل، هرات، مزارشریف، جلال آباد، کندهار، شینډنډ، ګردیز او هلمند کې  اډې ولري.
جمهوررئیس دې ته په اشارې سره چې د افغانستان لپاره د دغه تړون ګټه او تاوان څه
دی، وویل: په حقیقت کې دغه تړون موږ ته دا موقع راکوي چې موږ د ګذار له مرحلې څخه د ثبات مرحلې ته ځان و رسوو.
حامدکرزي زیاته کړه: دغه تړون موږ ته د ګذار یوه مرحله میسروي چې هم بهرني ځواکونه په خوښۍ او تدریجي ډول له افغانستان څخه و وځي، مرستې یې موږ ته را و رسیږي او د هغوی له زیان څخه لرې و اوسو او هم د نورو لسو کلونو لپاره چې په مخکې یې لرو، موږ خپل هېواد ته لا نور پرمختګ ورکړو.
جمهوررئیس وویل چې بهرني ځواکونه تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د سازمان د پریکړې له مخې په افغانستان کې حضور لري او په راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان دغه پریکړه پای ته رسیږي او په افغانستان کې د نورو لسو کلونو لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور د افغانستان د خلکو موافقه ایجابوي، که  د افغانستان خلکو هغوی ته دغه اجازه ورکړله، په افغانستان کې به پاتې شي او که یې ورنه کړله مجبور دي چې له دې ځای څخه لاړ شي.
حامدکرزي د افغانستان لپاره د دغه تړون نورو ګټو ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې د دغه تړون په اړه یې د روسیې، چین او هند په شمول د نړۍ له مهمو هېوادونو او همدا راز له اسلامي هېوادونو ترکیې، سعودي عربستان، ایران او پاکستان سره یې هم سلا مشورې کړي دي.
د دغې وینا په پای کې د هېواد جمهوررئیس د مشورتي لویې جرګې برخه والو ته په خطاب کې وویل: هره پریکړه چې کویء د خپل اوسني او راتلونکي نسل نیکمرغي په پام کې ولریء او د افغانستان په خیر پریکړه وکړیء. له نړۍ سره په اړیکه کې زموږ خیر او په استقلالیت کې مو عزت دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته