کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
هغه چاودنه چې څو شيبې مخکـــې دکابل ښار د دهمزنګ په ساحه کې وشوه ، ديوه ځانمرګي بريد زيږنده وه .
يوه امنيتي خبر ځاى چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ځانمرګي يرغلګــر ځان د هغو مظاهره کوونکــــو ترمنځ و چاوه چې دکابل ښار دهمزنګ په ساحه کې راټول شوي و.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې دمظاهرو يوشمير برخه وال له منځه تللي دي اودپيښې ټپيان د استقلال روغتون ته ليږدول شوي دي . ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ