اقتصاد

د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسۍ په اړه سمپوزیم جوړ شو

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٩:
د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسۍ په اړه سمپوزیم، نن د مالیې وزارت له لوري د پارلمان په الحاقیه تالار کې جوړ شو چې موخه یې د ولایتي بودیجې پالیسي او ولایتونو ته د بودیجې بې شرطه اړخونو پېژندل، د ولایتي پلان جوړونې پراختیایي لارښود، د هیواد په مالي سیستم کې نوي بدلونونه، د پالیسۍ په پلي کولو کې د ګډو اړخونو مرسته او همغږي، په مرکزي او سیمه ایزو ادارو کې د غوره همغږي پالیسۍ پلي کول او سیمه اییزو ادارو ته ځینې مالي صلاحیتونه ورکول وو.
دمالې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د سمپوزیم په پرانیسته وینا کې د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسي د پلي کولو د اهمیت بیانولو تر څنګ وویل چې د دې پالیسي پلي کول په هېواد کې د اقتصادي پراختیا په برخه کې لازمه همغږي رامنځته کوي او همدا رانګه لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پراختیایې پلانونه مشخصوي او تر څنګ یې لومړیتوبونو ته په کتو سره په ملي بودیجه کې پراختیایې پروژې ځای پر ځای کیږي.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي شفیق احمد قاریزاده، په خپلو خبرو کې د دې پالیسي پلي کول یې په هېواد کې یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسي جوړېدل او د محلي حکومتولۍ پیاوړي کول په توکیو، کابل او لندن کنفرانسونو کې د افغان دولت یو له اساسي ژمنو څخه وو چې د دوه اړخیزې ځواب ویېنې په چوکاټ کې تر سره کېږي چې په دې برخه کې افغان حکومت مثبت ګامونه اخیستي دي.
د ولسي جرګې استازي ښاغلي امیر خان یار، د ملي تدارکاتو ادارې سلاکار ښاغلي محمد زبیر کرنیل زاده او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلي عبدالمقتدر ناصري د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې د یادې پالیسي پلي کولو  د رول او ارزښت په اړه یې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
همدارنګه د مالیې وزارت د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي ضیاالرحمن حلیمي ګډونوالو ته د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسي په اړه معلوماتي پرزنټیش هم وړاندې کړ.
د دې پالیسي په پلي کېدو سره افغان حکومت کولی شي چې د ملي بودیجې د جوړونې او پلان په جریان کې د ولایتي ادارو په سلا سره یوه رڼه، متوازنه او د وړاندوېینې وړ ولایتي بودیجه جوړه کړي تر څو په ملي او سیمه ایزه کچه په اغېزمنه توګه د خدمتونو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ولایتي بودیجې جوړونې پروګرام د ۱۳۹۴/۷/۱۳ نېټې، ۱۵ ګڼې مصوبې له مخې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې ښاغلو وزیرانو له خوا جوړ او د ۱۳۹۴/۹/۴ نېټې، ۳۲ مې مصوبې له مخې تصویب شوې.
د یادونې وړ ده چې په دې سمپوزیم کې د چارو ادارې او اجرائیه ریاست چارواکو، د ملي شورا وکیلانو، د مرکزي ادارو او وزارتونو استازو، د ولایتونو مرستیالاتو، ولایتي ادارو استازو، مدني بنسټونو او مرسته کوونکو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته