فرهنګ

دهرات اطلاعاتواو فرهنګ رياست ته دشلو تاريخي اثار وسپارل شو.

کابل باختردثور ٢٤مه :
دهرات ولايت د کهسان  په ولسوالۍ کې  شل قلمه تاريخي او لرغونې اثار ترلاسه شول .
دغه اثار چې  څو زره کلنه تاريخي لرغونتيا لري دکهسان ولسوالۍ په يولرې  پراته کلي کې ديو کليوال له خوا ، دکيندنې او کرنيزو  فعاليتونو په وخت کې کشف اووروسته  دکهسان له ولسوال سره په همغږى کې  دولايت رهبري ته ولېږدول شول او فرهنګي مسوولانو ته وسپارل شول .
  دهرات والي عبدالقيوم رحيمي ددغه کليوال  له فرهنګ  پالنې اوهمکارۍ څخه په مننې سره دفرهنګي اوتاريخي  ارزښتونو دساتنې په لاره کې دکهسان ولسوالۍ  دمسوولانوهڅې وستايل
دهرات والي  په هغو ساحو کې چې دغه اثار کشف شوي دي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمسلکي ټيم  دهراړخيز څيړنې په خاطر ،فرهنګي مسوولينوته لازمې لارشوونې وکړې  .

ټاکل شوې ده دغه اثار داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمسلکي هيئت له هراړخيزې  څيړنې وروسته  ملي موزيم ته وسپارل شي
دکهسان ولسوال امين الله هفت بلا ددغې ولسوالۍ د خلکو له همکارۍ څخه په مننې سره وويل دولسوالۍ اداره دلرغونو ودانيو دساتنې په خاطر په جدي توګه هڅې کوي .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دفرهنګ او هنر امر  جاويد ضرغام هم ددغواثاروتاريخي لرغونتيا په اسلامي اودورې  او له هغې  څخه  په مخکې دوروپورې اړونده وبلله  او ويې ويل ددغو اثارو دقيقه لرغونتيا دلرغون پوهانو له څيړنې وروسته مشخصيږي .
دهرات ولايت دکهسان ولسوالۍ يوه له هغو مهمو ولسواليو څخه ده چې زيات لرغونې او تاريخي ابدات پکې شته .
  ختم_ شکريه _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته