سیاست

مسلمیار: د افغانستان خلک د سولې خبروته خوشبین دي.

کابل – باختر د کب دمیاشتې ۳
د مشرانو جرګې ريیس فضل حادي مسلمیار پرون د خبریالانو په وړاندې د سولې د ۴ اړخیزې غونډې د څلورم پړاو د ترسره کولو د څرنګوالي په باب رڼا واچوله اوويي ویل چې د افغانستان خلک دغو خبروته خوشبین دي او په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات،او د جګړې وينې تويدو د بندولو غوښتنه کوي.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د مشرانو جرګې مطبوعاتي په هیواد کې د سولې د تامینولو په اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: هیله لرو چې د چین او امریکا هیوادونه چې په دې غونډه کې د کتوونکو په توګه شتون لري،د پاکستان حکومت دې ته اړباسي چې طالبان د خبرو میزته راوکاږي.
ځکه چې دغه هیواد تل په ټګۍ او برګی دافغانستان له دولت سره دوه ګونې لوبه غوره کړې ده.
مسلمیار د سولې له بهیر سره د ملاتړ په ترڅ کې وویل: لازمه ده چې حکومت د سولې د خبرو دپرمخبیولو تر څنګ له ترورستانو سره په مقابله کې خپل تیاری زیات کړي او باید د طالبانو له څو ډلګیو څخه زیاته استفاده وکړي.
د مشرانو جرګې ريیس د انتخاباتي کمسیونونو د تشکیل،دندو او صلاحیتونو د قانون په باب د هیواد د جمهور ريس د تقنینې فرمان په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: د تقنینې فرمان صادرول د هیواد د جمهور ريیس صلاحیت دی.
او کله چې د پړاوونو د بشپړولو په مقصد ملي شورا ته ورسیږي مشرانو جرګه به پری خبرې وکړي او تصمیم ونیسی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته