سیاست

جمهور رئیس غني: سوله د ولس اساسي غوښتنه ده

کابل باختر د تلي شپاړلسمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماښام په ارګ کې د اسحاقزیو قوم له مشرانو او استازو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعآتي دفتربآختراژآنس ته خبرورګړ   
په دې کتنه کې لومړی حاجي عبدالرحیم خان، حاجي عارف خان، وکیل دادالله قانع، مدیر عبدالغفار، ډاکټر حفیظ الله او ډاکټر شاه ولي معروفي د نورو په استازیتوب خپلې ستونزې او وړاندیزونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.
جمهور رئیس د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د اساسي حل په موخه خپلې ټولې بیړنۍ ستونزې په لیکلې بڼه راوسپارئ، تر څو له ستونزو څخه د خلاصون لپاره مناسبې لارې ولټوو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، سوله د ولس اساسي غوښتنه ده، نو د دغې غوښتنې په پوره کولو کې تاسو هم راسره مرسته وکړئ. ده زیاته کړه، د خپلو سیمو هغه نارضایتي چې له بې عدالتۍ څخه رامنځته شوي راسره شریکې کړئ،چې د حل لپاره یې اقدام وکړو .د هېواد جمهور رئیس له افغانستان څخه د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې  د تېرېدو یادونه وکړه، چې له امله به یې د افغانستان ګڼې سیمې ابادې او کاري زمینې زیاتې شي.
جمهور رئیس په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د دوی پراخ او فعال ګډون وستایه او د افغانستان له حکومت او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دوی د بشپړ ملاتړ له امله یې مننه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته