ټولنه

په پروان کې د احمدشاه مسعود د شهادت د اتلسم تلين درناوى وشو

کابل/ باختر/ د وږي ١٩مه
په پروان کې د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود د شهادت د اتلسمې کاليزې او د شهيدانو د اوونۍ درناوى وشو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډهکې چې په همدې مناسبت پرون د ملکي او نظامي مسوولينو، په ملي شورا او ولايتي شورا کې د خلکو د وکيلانو، د دولتي ادارو د رييسانو، سياستوالو، جهادي قوماندانانو، عالمانو، مخورو، مشرانو د مدني ټولنې د فعالانو او د ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د پروان والي فضل الدين عيار د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود د شهادت د اتلسم تلين او د شهيد د اوونۍ له امله ټولو هېوادوالو په تېره بيا مجاهدينو او د ملي اتل کورنۍ ته د ډاډګيرنې مراتب خرګند کړل او ويې ويل: د هېواد ملي اتل احمدشاه مسعود ژمن او ديندار شخصيت و چې خپل عمر يې د ملي نواميسو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع ته وقف کړ او موږ ته لازمه ده چې د شهيدانو د وينې او آرامان دفاع وکړو .
د پروان والي له تېرو وختونو څخه تر اوسه پورې د هېواد په کچه په تېره بيا په پروان کې له ځنځيري او مرموزو وژنو سره اړيکې ونيولې او هغه يې د خلکو پرخلاف يوه سازمان موندلې توطيه وبلله او له امنيتي، عدلي او قضايي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د دغه جنايت د عاملانو په پېژندلو او نيولوکې جدي پاملرنه وکړي.
د پروان والي دغه راز د سولې په بهير او انتخاباتو کې د هېوادوالو د رول په اړوند خبرې وکړې او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د خپلو نورو مسووليتونو ترڅنګ د هېواد له امنيتي او دفاعي منسوبينو سره همکاري وکړي.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو منتخب استازي صديق احمد عثماني، احمد شاه مسعود څو اړخيز شخصيت او نظامي کادر وباله او په هېواد کې د قومونو په تنظيم او پيوستون کې يې د هغه قدرت او استعداد بې سارى وباله.
دغه راز په غونډه کې د پروان د عالمانو شورا رييس مولوي محمد جاوېد حنفي، د ولايتي شورا مرستيال امين الله شکوري، د مدني ټولنې د بنسټونو د بورد رييس ډاکتر  محمد شفيع مشفق او عالمي اعظمي په وار سره د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود د شخصيت او مقام او د شهيد د اوونۍ په اړوند خبرې وکړې او د شهيدانو د لارې او د هغو وينې ته د درناوي پر دوام ټينګار وکړ.
د غونډې په پاى کې د پروان والي له نورو مسوولينو سره د هېواد د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود مقبرې ته لاړ او په ځانګړو مراسمو سره يې د هغه پر مزار د ګلو ګيډۍ کيښودې.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته