ټولنه

په بدخشان کې د واورې د ښوييدو له امله يو تن ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په دوو کليوکې د واورې د ښوييدو له امله يو تن ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
د بدخشان ولايت د پيښو پرخلاف د مبارزې رييس سيد عبدالله دهقان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د راغستان ولسوالۍ په سياه کلي کې پرون واورې ښوييدنې يو تن وواژه او اته تنه نور ټپيان کړل چې ټپيان د درملنې لپاره د راغستان ولسوالۍ کلينيک ته وليږدول شول.
دغه راز د راغستان ولسوالۍ په کج کلي کې د واورې د ښوييدو له امله د استوګنې ٨ کورونه ويجاړ شوي او د دغو کورونو ټول امکانات له منځه تللي دي او د کورونو خاوندان د سيمې د خلکو له خوا د پيښې له سيمې ژغورل شوي دي او د سر زيان يې نه درلود.
خو د دغو کورونو خاوندان په پرانستې هوا کې شپې سبا کوي او له مرستندويو بشري بنسټونو څخه د ډير ژر مرستې غوښتوونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته