ښوونه او روزنه

په بغلان کې د احمدشاه مسعود ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت په بغلان کې د احمدشاه مسعود ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړوي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د ۴۲۶ متره مربع ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونو کې د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې جوړېږي.
په دې ودانۍ کې درسي او اداري خونې او نور اړین ملحقات په پام کې نیول شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته