۴۳- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
په غور کې پر ١٣٠٠کورنيو د نغدي پيسو د وېش بهير نن پيل شو.
د غور د والي وياند عارف عابر باختر آژانس ته وويل چې په دې دروه کې پر هرې کورنۍ په دوو پړاوونو کې ٢٦٠ امريکايي ډالر وېشل کېږي.
هغه زياته کړه چې دغه کورنۍ د غور له نا امنو ولسواليو څخه بېځايه شوې دي او په فېروزکوه ښار کې شپې سبا کوي.
ختم- ج- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ