امنیت

په کابل ښار کې دانسان تښتوونکو دبانډ يو سرګروپ ونيول شو .

-کابل باختر د  زمري پنځمه :
دانسان تښتوونکو دډلې يوسرګروپ چې پنځلس ورځې مخکې زموږ يو هېوادوال د کابل ښار دڅلورمې ناحيې په مربوطاتو کې تښتولى و دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ونيول شو .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
فياض  چې په دې پيښه کې زيان ليدلى وايي، ناپيژاندو وسله والو کسانو دوسلې او يو فورنر موټر په استفادې سره دکابل ښار د دريم پروان له ساحې  څخه تښتولى و او پنځلسو ورځې په نامعلوم ځاى کې دوي ځان سره ساتل .
دملي امنيت لوى رياست دخبرپه ترلاسه کولو سره په ډير لنډ وخت کې ددغه بانډ يومشر دکابل ښار په مربوطاتو کې وپيژانداو ويې نيوه
  ددغو انسان تښتوونکو د ډلې دنورو غړو دنيولو لپاره  پلټنې  دوام لري .
دفياض کورنۍ دملي امنيت دلوى رياست له منسوبينو څخه په قدردانۍ سره له عدلي اوقضايي ارګانونو څخه وغوښتل چې دپيښې عاملين په خپل سزا ورسول شي .
  ختم _ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته