سیاست

د مشرانو جرګې غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٢مه
د فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د مشرانو جرګې د يکشنبې ورځې په غونډه کې د مجلس د پلاوو د رپوټونو د اورېدو سربېره د ناامنيو، اقتصادي رکود او په هېواد کې د ښې حکومتوالۍ په نشتوالي نيوکی وشوی.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې سناتورانو يو ځل بيا په افغانستان کې د ورانیو او جګړو د دوام ،د بد امنيتي وضعيت او د پاکستان د استخباراتي سازمان (آي اس آي) د لاسوهنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ويې ويل چې د ملي يووالي په حکومت کې د سالم مديرت نه شتون د ناامنيو د ډيرښت او له هېواد څخه د ځوانانو د تيښتې سبب شوي، څرګنده شوه چې د ملي يووالي حکومت دي د پاکستان پر وړاندي د تضرع سياست پريږدي او ددي هېواد سره دي خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې پري کړي او د افغانستان په کورنيو چارو کې د ياد هېواد د شرموونکو لاسوهنو په اړه دي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، د اسلامي هېوادونو کنفرانس او نړيوالې ټولنې ته پراخ وضاحت ورکړل شي او غوښتنه دي وشي چې د پاکستان استخباراتي او پوځي چارواکي دی تر سخت اقتصادي او سياسي فشار لاندي ونيسي، تر څو ياد هېواد د افغانستان په چارو کې په نه لاسوهنې مکلف او د نورو ګاونډيو هېوادونو سره سوله ييز ژوند ته مجبور شي.
همدا راز غونډې د کابل په ښار کې د هېواد د ملي قهرمان د شهادت ورځې څخه د لمانځنې په مناسبت د لنډه غرو افرادو په وسله وال لاريون او د امنيتي ارګانونو له خوا د هغوی په نه مخنيوي سختی نيوکی وکړی، وويل شول چې د وږي په اتلسمه يو شمېر اوباشانو د وسلو څخه په ګټې اخيستنې سره د کابل ښار د اوسېدونکو د ځورولو سبب شول چې په پايله کې يې د ملي امنيت د يو تن کارکوونکې په ګډون يو شمېر ملکي افرادو ته مرګ ژوبله واوښته، په غونډه کی ټينګار وشو چې اوباش او لنډه غر کسان دي وپيژندل شي او د عدلي ارګانونو تر څېړنې لاندي دي ونيول شي او هم څرګنده شوه چې له دي ورځې څخه بايد د قرآن عظيم الشان په ختمونو او اړو کسانو ته د وينې په ورکړې سره لمانځنه شوې واي، خو د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار د خبرو په ترڅ کې وويل: د دا ډول حرکتونو څخه د مخنيوي په خاطر د شهيد بنسټ له خوا پرله پسې غوڼدې او او اعلاميې صادري شوي، خو د امنيت د ټينګښت مسئوليت په پوليسو پورې اړه لري او زياته يې کړه چې ځينې افراد په قصدي ډول په داسي اعمالو لاس پوري کوي او په یو موټر کی چې د ملي قهرمان عکس لګيدلي وو، پر هغه موټر ډزي شوي دي چې په پايله کې يو شپږ کلن ماشوم په شهادت رسيدلي دي.
دغه راز ايزديار په خپلو خبرو کې له تخار ولايت څخه د شهيد د اونۍ او د ملي قهرمان د شهادت د ورځې څخه په لمانځ غونډه کې د خپل ګډون رپوټ هم وړاندي کړ، ويې ويل چې د ياد ولايت خلک د امنيت د ټينګښت، د ملي اردو د يو کنډک داستقرار، د پوليسو د تشکيل زیاتوالی او د سيمه ييزو پوليسو دایجادپه برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتونکې شول.
دغه راز په غونډه کې فارياب ولايت ته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم د سفر لاسته راوړنې ګټوری وارزول شوی، وويل شول چې ځينو معلومو کسانو توطيې په لاره اچولې او د جمهوري رياست لومړي مرستيال يې په نسل وژنې تورن کړي او بايد دا ډول توطيه ګر تر پوښتنې لاندي ونيول شي.
د ترهګرو له خوا د ارزګان ولايت د ځينو ولسواليو محاصره، د مرکزي سيمو په مواصلاتي لارو کی د امنيت نشتوالي، د نيمروز ولايت د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه په ياد ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ جوړېدل، د کندهار ولايت د بريښنا د کمښت ستونزې، د حکومتي ادارو له خوا په عام محضر کې د بډو اخيستل، د کابل ښار دسيلو په ساحه کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ګڼه ګوڼه، د پوهنې په وزارت کې د پولې څخه د بهر زده کوونکو د ليسې دورې د اسنادو په ارزونه کې د ستونزو شتون ، د پکتيکا سرحدي سيمو کې د پاکستاني پوځيانو پرمختګ او د هېواد په خاوره کې دهغه هیواد د تاسيساتو جوړېدل، د ښځو او ماشومانو پر وړاندي د تاوتريخوالي زياتوالي، د نشه يي توکو سره دمبارزی د وزيری له لوری په یاد وزارت کی په څلور زرو امريکايي ډالرو میاشتنی معاش سره د نوموړی دزوي ګمارل، په ډیری وزارتونو کې د قوميت او اړيکو په اساس مقررۍ، د افغانستان د پانګه والو څخه د ملاتړاداری (ايسا) کې د ګڼ شمېر کارکوونکو د غير قانوني او غير موجه تنقيص د څرنګوالي، د هرات په ولايت کې د ښوونځيو د زده کوونکو د مسموميت د نه مخنيوي څخه اندېښنه،دبریښنایی تذکرو دستونزې پر حل باندی ټینګار،په بدخشان ولایت کی دمخالفو وسله والو له لوری پرخوراکي موادو دبارلاریو سوځول او ځينې نور مسايل هغه موارد وو چې د سناتورانو له خوا وړاندي شول چې د مشرانو جرګې رئيس دارالانشا لوی ریاست ته لارښوونه وکړه تر څو ټول موارد په ليکلي ډول اړوندو ادارو ته وليږي.
د مطرح شويو موضوعګانو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئيس د یوی غږيزی رسني سره د خپلې مرکې په اړه رڼا واچوله، ويې ويل زه د هغو عملياتو څخه چې په فارياب کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال په لاره اچولي ستاينه کوم او څرګنده يې کړه چې سترجنرال عبدالرشیددوستم په يو قوم اويوې سيمې پورې تړلي نه دي، دجمهوری ریاست لومړی مرستیال د ټول افغانستان د امنيت د ټينګښت مسئوليت لري او د دولت ددويم مسئول په توګه بايد د ننګرهار او د هېواد د نورو ناامنو ولايتونو د امنيت د ټينګښت په برخه کې د فارياب ولايت په شان ورته اقدامات وکړي.
مسلم يار د ننګرهار ولايت د ځينو ولسواليو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وګاڼه، ويې ويل چې د ختيځ زون مشرانو حکومت ته وخت ورکړي چې د ترهګرو له وجود څخه د يادو سيمو د پاکولو په موخه دي پوځي عمليات په لاره واچوي، څرنګه چې تير کلونه مجاهدينو خپلې شته وسلې د ډي ډي آر بهير ته وسپارلي او څرګنده يې کړه که چيري حکومت پوځي امکانات زموږ په واک کې راکړي، د هېواد څخه د دفاع او د ترهګرو له شر څخه د خپلو سيمو د پاکولو په موخه به پوځي جامې پر تن کړو.
د غونډې په بله برخه کې ډاکټر فيصل سميع د شمالي کوريا د اطريش په مرکز ويانا کې د کډوالو او بشري حقونو له پاره د پارلمانونو د غړو د نړيوال ائتلاف په ناسته کې د مشرانو جرګې د دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي په مشرۍ د يادې جرګې د پلاوي رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې په دي ناسته کې ډاکټر محمد آصف صديقي د ياد کنفرانس د جوړېدو څخه د هرکلي تر څنګ د بيانيې په ترڅ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د بشري حقونو په ساتلو کی د افغانستان پارلمان له ژمنو څخه يادونه وکړه، څرګنده يې کړه چې د افغانستان پارلمان د بشريت پر وړاندي جرايم په ټولو اشکالو محکوموي، همدا راز د دي کنفرانس په څنډه کی د مشرانو جرګې پلاوي د جنوبي کوريا، کاناډا، انګلستان، جاپان او اتريش پارلمانونو استازو سره د خپلو بیلابیلو کتنو په ترڅ کې د وروستيو څوارلسو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د لاسته راوړنواود سولې او امنيت په ټينګښټ کې مفصلي خبري وکړي چې د ګډونوالو له هرکلي سره مخ شوې او د خپلو هېوادونو په ژمنو يې ټينګار وکړ.
همدارنګه دملي اقتصاد مالي او بودیجې دکمیسیون ریسې انارکلي هنریار په شمالي ولایتونو کې داقینې او حیرتانو له بندرونو څخه دیاد کمیسیون دپلاوي دلېدنې ، په قندهار ولایت کې دمندرسو بانک نوټونو دسوزولو له پلاوي سره دګډون او په کانتینتال هوټل کې دالبا دموسسې په مرسته د۱۳۹۳ کال دقطعیې په اړه دجوړې شوې ناستې رپوټونه جلسې ته وړاندې کړل چې پکې دجوزجان ، سرپل او فاریاب ولایتونو دخلکو دستونزو څېړنې او همدارنګه دحیرتانو او اندخوی دګمرکاتو دلېدنو یادونه شوې وه
دغه راز دمشرانو جرګې غړې لیلما احمدي په پنجشیر ولایت کې دهغې غونډې رپوټ وړاندې کړ چې دمشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار ،دنوموړي ولایت سیمه ایزو مسولینو ، په ملي شورا کې دیاد ولایت داستازو ، او دولایتي شورا دغړیو په ګډون سره دخلکو ترمنځ دهمکاری دپیاوړتیا ، دستونزو او غوښتنو داوریدو په موخه جوړه شوې وه ، چې په دغه ناسته کې دنوموړي ولایت داړونده ولسوالیو استازو دمسلکي ښوونکو او دمتخصصو ډاکټرانو دډیروالي، دپولیسو دتشکیل دډیروالي او دسیمه ایزو پولیسو دجوړولو ، دروږدو کسانو ددرملنې او له اعتیاد څخه دځوانانو دمخنیوي ، دشیتل او ابشار ولسوالیو دسړکونو دترمیم ، دبیکارۍ دمخنیوي او دشهیدانو او معلولینو کورنیو ته درسیدنې په اړه خپلې غوښتنې وړاندې کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته