کابل باختر دکب دمياشتې ١٦ :
په هلمند ولايت کې سرحدي ځواکونو ١٧١٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل.
د ٦٠٤ د سرحدي زون د پوليسو يو تن مسوول مل پاسوال حميدالله صديقي وايي چې دوى د هلمند ولايت په ديشو ولسوالۍ کې د پلټنې د عملياتو په بهيرکې د دغې ولسوالۍ د بهرامچه د ساحې په ملک غر سيمه کې له يوه ساعته نښتې وروسته د دغو چاوديدونکو توکوپه کشف اوضبط بريالي شوي دي .
په بهرامچه کې د پلټنې عمليات د ذوالفقار د عملياتو يوه برخه ده چې له شلو ورځو را په دې خوا په هلمندکې دوام لري .
په دغو عملياتوکې د يو زرو اووه سوه لسو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو په ضبط سربېره ځينې نور مواد او وسايل چې په چاودنوکې کارول کيدل؛ هم ترلاسه شوي او د لارښود کتابونه چې د ماين جوړولو او کارولو لپاره ليکل شوي دي؛ هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
مل پاسوال حميدالله وايي چې تروريستانو دغه مواد د بهرامچه له لارې له پاکستان څخه هلمند ته ليږدولي و او له تروريستي ډلو سره په نښتو او د عملياتو په بهيرکې يوشمير طالبان وژل شوي او يوشميرنور هم په تيښتې بريالي شوي دي .
په دغوعملياتوکې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل