کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٥ :
د لوګر ولايت په برکې برک ولسوالۍ کې پرون د پوليسو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو ددغه ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې دپلټنې د پوستې په جوړولو سره د خلکو په ځورونې لاس پورې کاوه چې د پوليسو له بريد سره مخامخ شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: درې موټرسايکلونه او يوه اندازه ډول ډول وسلې او مهمات د ملي پوليسو د ځواکونو لاسته ورغلي دي.