امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردجوزا دمياشتې ٢ :
دملي اردوځواکونوپه څوجلاجلا چاڼيزو عملياتو کې چې په کندزاو هلمند ولايتونو
کې ترسره کړل څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع  وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره خبرورکړ .
په هغو عملياتو کې چې  دملي اردو دځواکونوله خوا  د ذوالفقار په نامه  دکندز ولايت  ددشت ارچي ولسوالۍ  دفوقاني او وزير خاني کليو په مربوطاتو کې  ترسره کړل  له امله  يې دوه تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول  او دوه تنه  نور ټپيان شول.
دغه راز دعقاب  دوه سوه لس په نامه  په يو بل چاڼيزعملياتو کې  کې چې دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو له خوا  ترسره شول دوه لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  اويوه اندازه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته