سیاست

محمد اشرف غني :ښاروالان په خپله ټاکم .

کابل باختر د تلې  څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني ويلي دي چې له دې وروسته به په هيواد کې ښاروالان دازادې سيالۍ  له لارې  او دهغو طرحو او پروګرامونو له مخې  وټاکل شي  چې وړاندې کوي يې .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  ددغې طرحې په وړاندې کولو سره  بيانوي چې دهيواد اساسي قانون  دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري او  دهغه له مخې به  له دې وروسته هغه څوک  په هيواد کې  دښاروال په توګه انتخاب شي  چې په هيواد کې دښارونو دښه والي لپاره  اساسي پروګرامونه  او طرحې ولري .
  ځکه  وروستۍ کلونه ، همدا دافغانستان ښارونه و  چې کمه پرمختيا او پروګرامونه يې  تجربه کړي دي . اوس  دهيواد جمهور رييس غواړي  چې  په ښارواليو کې  دطرحې او پروګرام  خاوندو کسانو په انتخابولو سره  دغه  نيمکړتيا جبيره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته